د صنایعو وزارت سرپرست د صنعتي سیمو د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د صنعتي سیمو د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږیی په ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دغه وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره په کتنه کې د صنعتي ساحو د نوي تصویب شوي قانون پر تطبیق ټینګار وکړ.

عزيزي وويل: د دغه قانون د تطبيق په خاطر لازمه ده چې يوه لار نقشه جوړه شي. د دغه قانون له مخې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش لپاره یوه کمېټه جوړېږي.

د ایرنا د راپور له مخې، په دې قانون کې درې سکتورونه (حکومتي، کوپراتیف او خصوصي) شامل دي. د دغه قانون موخه د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان د ځمکې د ویش، ودې او اقتصادي پراختیا اداره کول، د پانګونې لپاره د بنسټ برابرول او د صنعتي سیمو ساتنه او پالنه ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .